د ايران د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي پلاوي هرات ولايت ته سفر کړی دی.
د ياد وزارت وياند اسماعيل بقايي وايي، چې په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صنعت فرصتونه څيړل شوي او د هرات له صنعتي ښارګوټي څخه لیدنه شوې ده.
نوموړي د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صنعتي فرصتونو ارزونه بللې.