د ماين پاکۍ د همغږۍ او انسجام رييس قاري نورالدين رستمخېل په افغانستان کې د ماين پاکۍ پروګرام له سياسي مسائلو پرته پر ملاتړ ټينګار کړی دی.
ښاغلي رستمخېل د ماين پاکۍ د نړيوالې ورځې د نمانځغوندې پر مهال ويلي، چې د هېواد په ټولو ۵ زره ۱۴۳ ثبت شويو سيمو کې ۳ زره ۹۹۳ سيمې د ماينونو او ناچاودو توکو څخه پاکې شوې دي.
د ماين پاکۍ د همغږۍ او انسجام رييس زياته کړې، له بده مرغه لا هم ۱زر او ۱۵۰ سیمې د ماینونو له ګواښ سره مخ دي، چې باید پاکې شي.