ډېر لوستل شوي

له ليدنې تر بلنې؛ مولوي عطاءالله عمري اوزبيکستاني سوداګر پانګونې ته رابللي

د کرنې اوبولګو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د اوبو لګولو د عصري وسايلو له يوې توليدي کارخونې ليدنه کړې ده.

ياد وزارت وايي، چې ښاغلي عمري د يادې کارخونې له مسوولينو سره په کتنه کې هغوی ته په افغانستان کې پانګونې ته بلنه ورکړې ده.

د خبر له مخې، د دې کارخونې مسوولينو په افغانستان کې د اوبه‌ييزو سرچينو د سم مديريت، د اوبو لګولو د عصري او اغيزمن سيستمونو او دغه راز د اوبو د ښې کارونې په برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی. د ويلو ده، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په خپل سفر کې د اوزبیکستان د يو شمېر نورو کارخونو، د سبزیجاتو د تولید شنوخونو، د مېوو باغونو او نورو کرنیزو تأسیساتو څخه هم ليدنه کړې ده.

اړوند خبرونه