ډېر لوستل شوي

خوست کې يو وسله‌وال مشهور قاچاقبر له وسلو او چرسو سره يو ځای ونیول شو

له نشه‌يي توکو سره د خوست امنيه قومانداني د مبارزې پوليسو يو وسله‌وال او مشهور قاچاق وړونکی نيولی دی.

د کورنيو چارو وزارت د ياد ولايت د پوليسو د معالوماتو له مخې ويلي، چې له نيول شوي کس څخه يو ميل کلانشينکوف، شپږ شاجورونه، ۴۰۰ د کلاشينکوف مرمۍ، يوه تومانګچه، دوه لاسي بمونه او يوه اندازه چرس ضبط شوي دي.

د مسوولينو په وينا، چې نيول شوی کس به تر لومړنيو پوښتنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړوند خبرونه