د غزني د امنیه قومندانۍ رسنيز دفتر ویلي چې ددې ولایت د اندړو ولسوالۍ په اوګره سیمه کې ټرافيکي پېښې د دوو ښځو په ګډون څلور تنه ټپیان کړي دي.
ویل کیږي چې دا پېښه نن له غرمې وړاندې د یوه مسافر وړونکي او یوه باروړونکي موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.
د غزني ځایي مسوولینو ویلي چې د پېښې ټپیان د لویو لارو د ساتونکو مجاهدینو له لوري پر وخت د غزني ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
یاده دې شي چې ددې پېښې اصلي سبب لا نه دی روښانه شوی.