د غزني د امنیه قومندانۍ رسنيز دفتر ویلي چې دې ولایت کې څلورو ټرافیکي پېښو شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
له یادو پېښو یې دوې په اندړو ولسوالۍ، یوه په مقر او بله د کابل ـ کندهار پر لویې لارې رامنځته شوې ده.
دې پېښو کې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پېښو سیمو ته امنیتي ځواکونه پر وخت رسېدلي او ټپیان یې روغتونونو ته لېږدولي دي. یاده دې شي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو د ډېرښت ستر لامل د موټر چلوونکو بې غوري ده.