د پکتیکا ځایي مسوولینو ویلي چې دې ولایت کې د دوه نیم میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سربند او یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوي دي.
د پکتیکا د سرحوضې اړوند د ګلردین کلي سربند او د استنادي دېوال چارې د پکتیکا د اوبو او انرژۍ ریاست د مسوولینو او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوي دي.
د نوموړې پروژې چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۸۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي. د دغې پروژې چارې د (یو. ان. ډي.پي) موسسې په مالي ملاتړ او د پکتیکا د ولایتي مسوولینو په اسانچارۍ بشپړیږي.