ډېر لوستل شوي

پکتیا کې د نشه یي توکو درې لویې کارخونې له منځه وړل شوي

د پکتیا امنیه قومندانۍ ویلي چې امنیـتي ځواکونو د یو لړ بریالیو عملـیاتو په ترڅ کې ددې ولایت په احمدخېلو ولسوالۍ کې د نشه یي توکو درې لویې کارخونې له منځه وړي دي.

له یادو کارخونو څخه ٧٣٠ کیلو ګرامه چرس، ٣٨٩ کیلو ګرامه د چرسو تخم او تر څنګ یې د چرسو د پروسس سامان الات ترلاسه شوي دي. یاده دې شي چې اسلامي امارت د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د نشه یي توکو پر وړاندې جدي ګامونه اخیستي دي.

اړوند خبرونه