ننګرهار کې د تندر پریوتو پېښه کې د یوه ښوونکي په ګډون څلور زده کوونکي ټپیان شوي دي.
یاده پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ په قیلغو سیمه کې رامنځته شوې ده. د ننکرهار پوهنې ریاست مسوولینو ویلي چې دا تندر پر یوه ښوونځي پریوتی چې د یو استاد په ګډون پکې څلور زده کوونکي ټپيان شوي.