ډېر لوستل شوي

د ژغورنې ملي اتلان؛ په هلمند کې ۸۰ متره برمې ته لوېدلی اته کلن ماشوم وژغورل شو

د ۲۱۵ عزم قول اردو د ژغورنې ټيم تېره ورځ د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې ۸۰ متره برمې ته لوېدلی اته کلن ماشوم ژغورلی دی.

د يادې قول اردو د رسنيو دفتر وايي، چې د دغه ماشوم د روغتيا حالت د ډاډ وړ دی؛ خو د لا ښې درملنې په موخه د اړوند ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږل شوی. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې هم د ژغورنې ياد ټيم د هلمند او فراه ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د هېوادوالو د ژوند ژغورنې په موخه ورته پېښو ته رسېدنه کړې.

اړوند خبرونه