ډېر لوستل شوي

ناریشکین: لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې نا امنۍ ته لمن وهي

د روسیې د بهرنيو استخباراتو رييس سرگئی ناریشکین د روانې اپرېل میاشتې په ۱۷مه او ۱۸ مه په بیکو کې د افغانستان په تړاو غونډه کې د لویدیځ له لوري د افغانستان بانک د شتمنیو پر کنګل کېدو نیوکه کړې ده.

نوموړي افغانستان په جيوپوليټيک لحاظ مهم ځای بللی او په بيارغونه کې يې پر مرستو هم ټينګار کړی دی.

د روسیې د بهرنيو استخباراتو رييس دغه راز زياته کړې، چې لويديځ هېوادونه په افغانستان کې د نا امنۍ په موخه د شته اسلامي نظام د مخالفينو ملاتړ کوي. سرگئی ناریشکین همدارنګه په افغانستان کې د بهرنیو زیان رسوونکو د لاسوهنو مخنیوی اړین بللی دی.

اړوند خبرونه