د کورنيو چارو وزارت د تورخم د کډوالو په عمري کمپ کې پېښو ته د رسېدو او اور وژنې د يوه عملياتي ټيم له جوړېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، چې پېښو ته د رسېدو او اور وژنې رييس حافظ نورالله انصار د يوه پلاوي په مشرۍ ياد کمپ ته سفر کړی او وضعيت يې له نږدې کتلی دی. حافظ نورالله انصاري د خپل سفر په ترڅ کې د اطفايي اړوند مسوولينو سره هر اړخيزې خبرې او لازمې سپارښتنې کړې دي.