د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د حماس د رهبرۍ شورا له رییس محمد درویش او د دې جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر له یو شمېر نورو غړو سره کتلي دي.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې، په دې کتنه کې د غزې پر وروستیو پېښو او د اوربند د هڅو په تړاو خبرې اترې شوي دي.
د راپورونو لهمخې، دواړو خواوو ټینګار کړی چې د صهیونیستي رژیم له خوا غزې ته د بشري مرستو د ننوتو مخنیوی فلسطینی ولس لا ډېر له ناورین سره مخوي.
دغه کتنه کې همداشان د نړیوالې ټولنې پر هڅو ټینګار شوی؛ تر څو غزې ته لومړنۍ بشري مرستې پر وخت ورسیږي.