د کورنیو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ د یاد وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوې ده.
دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیالانو او لویو رییسانو برخه اخیستې وه، چې د وزارت په امنیتي، اداري او خدماتي برخو یې بحثونه کړي دي.
دې غونډه ته خلیفه سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې ویلي چې پولیس او نور منسوبین باید د ولس هوساینه خپل لومړیتوب او مسوولیت وګڼي.
خلیفه صاحب وړاندې ویلي چې پولیس باید ډېر کوښښ وکړي چې له ولس سره په مثبت تعامل او له هغوى سره په همغږۍ خپل مکلفیت په ښه ډول سر ته ورسوي.
د غونډې په پای کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په تېر شوي کمکي اختر کې د امنیت د خوندیتوب په پار د امنیتي ځواکونو رول او نه ستړي کېدونکې هڅې و ستایلې او هغوى ته یې په ورسپارل شویو دندو کې له الله تعالی څخه د لا ډېر ځواک دوعا کړې ده.