د بې پولې ډاکټرانو ټولنې مسوولین وایي چې غړو یې په روان ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې شاوخوا ۷۰۰ تنو ته په افغانستان کې روغتیایي چوپړونه وړاندې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې یاد خبر د بې پولې ډاکټرانو ټولنې مشر فیلیپي ریبیرو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره نن (یکشنبه د سلواغې په ۱۵مه) په یوه کتنه کې مطرح کړ.
ښاغلي ریبیرو له اسلامي امارت څخه د بې پولې ډاکټرانو د د فعالیتونو د پراخېدو په پار د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د فعالیتونو د پراخېدو غوښتونکی شو او د نوموړي ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي ستانکزي وویل، هر هغه بنسټ چې د افغانستان د پرمختګ لپاره کار کوي، اسلامي امارت له هغه بنسټ سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
د یادونې وړ ده چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنه په روغتیایي برخه کې یو نوموتی بنسټ دی چې په ګڼو هیوادونو کې روغتیایي چوپړونه وړاندې کوي.