ډېر لوستل شوي

ازبکستان کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت ډیپلوماټانو ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چار وزارت ویلي چې په ازبکستان کې د افغانستان سفارت واګې د اسلامي امارت ډیپلوماټانو په خپل لاس کې واخیستې.

ویل کیږي چې د اسلامي امارت له لوري مغفور الله شهاب تېره جمعه په تاشکند کې د افغانستان چارسمبالی ټاکل شوی چې نوموړی دوې میاشتې وړاندې د یاد سفارت لومړی سکرټر و.

ویل کیږي چې په وروستیو کې بهرنیو چارو وزارت دغه سفارت ته دوه نوي ډیپلوماټان هم ورپېژندلي وو. دا په داسې حال کې ده چې تر مغفورالله شهاب وړاندې ددغه سفارت سرپرستي د تېرې ادارې د سفیر احمدخالد علمي په لاس کې وه.

ورته مهال په بیجېنګ کې د افغانستان سفارت نن دوشنبه ( د سلواغې په ۱۶مه) وویل چې په هغه هیواد کې مېشتو افغانانو ته یې د پاسپورټونو د ورکړې لړۍ پیل کړې ده.

بیجېنګ کې افغان سفارت د نویو پاسپورټونو د ورکړې لړۍ په داسې حال کې پیلوي چې تېره سه شنبه د چین ولسمشر شي جین پینګ د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق العاده استازي مولوي اسدالله بلال کریمي باور لیک ومانه.

اړوند خبرونه