ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي: د قصار ولس سرښندنې د اسلامي نظام د ټینګښت بېلګه ده

د رياست‌الوزرا‌ء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د فارياب والي مولوي عبدالاحد فضلي او ځايي مسوولينو په ملتيا د ياد ولايت قصار ولسوالۍ ته سفر کړی دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حنفي د يادې ولسوالۍ علماوو، مشرانو، مجاهدينو، متنفذينو او مسوولينو سره په کتنه کې د اسلامي نظام، يووالي او امنيت د ټینګښت لپاره د قصاري ولسوالۍ د خلکو د مبارزو او سرښندنو ستاينه کړې.

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال په دې ترڅ کې له ټولو هېوادوالو غوښتي، چې راستنېدونکو افغان کډوالو سره تر خپله وسه مرسته وکړي. اداري مرستيال دغه راز راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت مسووليت او لازمه بللې، چې د هغوی د ملاتړ او حمايت اقدام وکړي.

اړوند خبرونه