د هند د اوبو سرچينو وزير سيار پټېل ويلي، حکومت يې پر يوه تګلاره کار کوي چې پاکستان له هنده يو څاڅکی اوبه هم ترلاسه نه کړي.
د هند دغه څرګندونې د پاکستان له سخت غبرګون سره مخ شوې او د دغه هېواد په اېتلافي حکومت کې شريک پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو ويلي، چې د سند په سيند کې به يا اوبه رابهېږي او ياهم د دوی وينې. د کشمير د پهلګام له بريد وروسته د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ بيا اوج ته رسېدلی او د تېرې سهشنبې له وروځې راپدې خوا په پرلپسې توګه يو بل ته ګواښونه کوي.