د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف له افغانستان سره د ښو اړيکو په دوام ټينګار کړی دی.
نوموړي د خېبر پښتونخوا په کاکل سيمه کې يوې پوځي غونډې ته د خبرو په مهال ويلي، دغه هېواد هڅه کوي چې له افغانستان سره ښو اړيکو ته دوام ورکړي.
دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان يو لوړ پوړی پلاوی افغانستان راغلی وو او په کابل کې يې له ګڼو افغان چارواکو جلا جلا کتنې وکړې.