ډېر لوستل شوي

په بندر عباس کې چاودنه؛ د ټپیانو شمېر ۲۸۱ تنو ته ورسېد

د ايران په سويل بندر عباس کې د درنې چاودنې له امله د ټپيانو شمېر ۲۸۱ تنو ته ورسېد.

د تسنيم خبري اژانس په راپور کې چاودنه دومره قوي ښودل شوې، چې په شاوخوا سيمه کې ودانيو او سايطو ته يې ګڼ زيان اړولی دی.

د بیړني حالت ادارې مسوولين وايي، چې د ژغورنې ډلې لا هم د پېښې په ځای کې دي او د نورو احتمالي ټپیانو لټون روان دی. ياده دې وي، د پېښې د ټپيانو دغه شمېر وروستی نه دی او ممکن په دې شمېر کې زياتوالی راشي.

اړوند خبرونه