ډېر لوستل شوي

عباس بندر کې بې مهاره اور؛ درنه مرګ ژوبله یې هم اړولې

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، د عباس بندر په رجایي سیمه کې د پرونۍ چاودنې او اورلګېدنې په سبب ۱۴ تنه وژل شوي او ۷۵۰ تنه نور ژوبل دي.

ویل کیږي چې سیمه کې لا هم اور بلیږي او اور په بشپړ ډول نه دی مهار شوی.

له لومړیو څېړنو ښکاري چې ښایي دا چاودنه په کانټینرونو کې د ځای پر ځای شویو کیمیاوي توکو په واسطه رامنځته شوي وي.

دغه چاودنه دومره زوروره وه چې په څو کېلومترۍ کې يې د موټرو ښيښې ماتې کړي دي.

له بل پلو، اسراییلو ویلي چې دا چاودنه په کانټینرونو کې د لېږدېدونکو سوډیم پر کلورېټ مادې په واسطه رامنځته شوې چې دا ماده د بالسټیک توغندیو په کارولو کې استفاده کیږي. ویل کیږي چې دې اورلګېدنې ایران ته د شاوخوا لسو میلیاردو ډالرو زیان اړولی دی.

اړوند خبرونه