ډېر لوستل شوي

د امريکا او ايران د خبرو څلورم پړاو به راتلونکې شنبه پیل شي

د عمان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د امريکا او ايران د استازو ترمنځ د خبرو څلورم پړاو به په راتلونکې (شنبه، غويي ۱۳مه) پيل شي.

د دواړو لوريو ترمنځ د خبرو اترو درېيم پړاو تېره ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې پای ته ورسېد.

دا په داسې مهال ده، چې د ۲۰۱۵ کال هستوي تړون له ماتېدو وروسته د دواړو لوريو ترمنځ په اړيکو کې ترينګلتيا ډېره شوې وه.

اړوند خبرونه