ډېر لوستل شوي

متقي: اسلامي امارت له بشري مرستو د خلکو د خلاصولو هوډ لري

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال او د اوچا عمومي رییس ټام فليچر د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي.

ښاغلي متقي دې کتنه کې ویلي، چې اوس‌مهال دې د افغانستان خلکو اړتياوو او لومړيتوبونو ته په کتو دې د افغانانو لاسنيوي ته پام وشي.

سرپرست وزیر وړاندې ویلي چې په افغانستان کې له لسيزو جګړو، بې امنيتۍ، نشه یي توکو او د جګړې د نورو ناوړو اغېزو له ختمونې وروسته د افغانستان اسلامي امارت کلک هوډ لري چې هيواد په بېلابېلو ډګرونو کې پر خپلو پښو ودروي او د افغانستان خلک بشري مرستو ته اړتيا څخه خلاص شي.

ښاغلي ټام فليچر، د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي چې ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت د نړيوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ د اړيکو د عادي کېدلو، امنيت، سيمه‌ييز ټیکاو، اقليمي بدلون، له نشه یي توکو سره مبارزې، او نورو برخو کې د ګډو موخو په پار کار کوي.

په پای کې د بهرنيو چارو سرپرستی وزير د اسلامي امارت په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او د نړیوالو مرستو پر لا ګټورتوب او اغېزمنتوب یې ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه