د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دې ولایت کې د ولایتي مسوولینو په شتون کې د دارالقرا په نوم د یوه ښارګوټي پر جوړېدو خبرې اترې شوي دي.
ویل کیږي چې دا ښارګوټي به د قطر هېواد په مالي ملاتړ جوړ شي چې اوسمهال یې لومړنۍ چارې ارزول شوي دي.
دا ښارګوټی پر ۴۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې ١٠٠ اساسي کورونه، مسجد، مدرسه او شنه (تفریحي) سیمه به ولري.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت له لوري د هېواد په ګڼو ولایتونو کې راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې لنډمهالي او اوږدمهالي مېشتغالي پرانېستل شوي دي.