د کاناډا په ونکور ښار کې يوه ۳۰ کلن کس د يوې فليپيني ټولنې د رسمي مراسمو په مهال پر خلکو خپل موټر وربرابر کړی دی.
رويټرز د پوليسو په حواله ليکلي، چې دې پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
پوليسو موټر چلونکی نيولی او ويلکېږي، چې دغه کس تر دې وړاندې په نورو جرمونو کې هم لاس لري.