د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې فکر کوي د اوکراین ولسمشر ولوديمير زيلنسکي “چمتو” دی چې د سولې هوکړې په لړ کې کریمیا روسیې ته وسپاري.
ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین هم وغوښتي چې ډزې ودروي او تړون لاسلیک کړي.
دا په داسې مهال ده، چې اوکراین په کراتو ټینګار کړی، چې له اوربند وړاندې به هېڅ ډول ځمکنۍ امتیازات ونه مني.