د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه ( د سلواغې په ۱۶مه) په خپلې رسمي اېکس پاڼې لیکلي چې وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره وکتل.
په دې ناسته کې ښاغلي متقي او اوغلو د اسلامي امارت پر وروستیو دیپلوماتیکو پرمختګونو، د دو حې پر ناستې او نورو لاسته راوړنو هراړخېزې خبرې اترې وکړې.
مولوي امیرخان متقي لومړی اوغلو ته د (افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار) په تړاو او په بیجینګ کې د افغانستان د سفیر د باورلیک منلو اړوند مالومات وړاندې کړل او دا يي
په ډیپلوماتیک ډګر کې د اسلامي امارت لپاره هیلهبښونکي پرمختګونه یاد کړل.
ښاغلي متقي په څرګندو ټکو وویل چې اسلامي امارت ملګرو ملتونو سازمان سره رغنده تعامل ته لېوالتیا لري، د دوحې غونډې د بریا هیله کوي او په دې برخه کې یې د ښاغلي سینیرلي اوغلو هڅې وستایلې.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړهلیک په تړاو د اسلامي امارت دریځ روښانه کړ او په وینا یې چې د یوناما په شتوالي کې د کوم بل استازې ګومارنې ته اړتیا نه لیدل کیږي.
اوغلو په خپلو خبرو کې وویل چې د تېرې اوونۍ (د افغانستان د سیمهییزې همکارۍ ابتکار) ناسته یې له نږدې څارلې او له کبله یې د بهرنیو چارو وزارت ته مبارکي وایي.
د ملګرو ملتونو همغږيکوونکي د دوحې د ناستې، د خپلو سفرونو او بحثونو په اړه مالومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د دوحې ناستې موخه افغانستان سره د یوې دوامداره پروسې له لارې د نړیوالې ټولنې پرلپسې تعامل دی؛ څو په سیاسي برخه کې لا زیات پرمختګونه وشي.
اوغلو هیله ښودلې چې نړیوال بانک به په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه مثبته پرېکړه وکړي، د افغانستان بانک بندیزونه به پای ته ورسېږي او داسې ارزوي چې کابل کې به د نورو هیوادونو ډيپلوماټيک حضور هم زیات شي.
نوموړي ویلي چې دوحې راتلونکې غونډې ته د اسلامي امارت استازي بلل شوي او په دې تړاو یې د ګډونوالو اجماع اخیستې ده. ده هیله څرګنده کړه چې د دوحې په ناسته کې به د اسلامي امارت پلاوی په لوړه کچه ګډون وکړي.
د ناستې په پای کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو مننه کړې. ښاغلي متقي ویلي چې اسلامي امارت له ملګرو ملتونو سره د ګډ کار هیله لري او په ټوله کې د دوحې ناسته یو غوره فرصت ګڼي.