ډېر لوستل شوي

په ميدان وردګو کې ۵۹ زره کسانو ته د پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې شول

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر يوه کال کې په ميدان ورګو کې ۵۹ زره او ۹۶۰ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

ياده اداره وايي، په دې خدمتونو کې ۲۱ زره او ۴ برېښنايي پېژندپاڼې، ۱۶ زره او ۷۲۲ کاغذي پېژندپاڼې، ۱۷ زره او ۶۶۲ زېږون کارتونه، ۹۱ د مړينې پارچې او ۴ زره او ۴۸۱ نورو کسانو ته په پېژندپاڼو کې د سمون خدمتونه شامل دي.

د ياد ولايت د احصايې او معلوماتو رييس انارګل محمدي وايي، په وردګو کې د برېښنايي پېژندپاڼو دوه د وېش څانګې فعاله دي، چې په وېش سربېره ټول اړوند خدمتونه ترسره کوي.

اړوند خبرونه