ډېر لوستل شوي

مولوي امير خان متقي له خپل قطري سيال سره د افغانانو د ملاتړ پر څرنګوالي خبرې وکړې

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي له خپل قطري سيال محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره کتلي دي.

د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دې کتنه کې د افغانستان پر روان وضعيت او د قطر له لوري د افغانانو د ملاتړ پر څرنګوالي خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې د قطر د بهرنيو چارو وزير له قوله ليکل شوي، چې هېواد يې د افغانستان د ټولو قشرونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

قطر دغه راز په افغانستان کې له شته سولې، هوساينې او باعزته ژوند څخه ملاتړ کړی دی.

اړوند خبرونه