د هند دفاع وزارت اعلان کړی چې له فرانسې څخه د رافایل په نوم ۲۶ جنګي جېټالوتکې پېري.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هند د خپل سمندري ځواک د پیاوړتیا په موخه له یاد هېواد سره د ۲۶ الوتکو د پېرلو تړون لاسلیک کړی دی.
د هند د دفاع وزارت ویلي چې د یادو الوتکو لېږد به تر ۲۰۳۰ کال پورې بشپړ او پیلوټان به یې، په هند او فرانسې کې روزنه ترلاسه کړي.
داسې ویل کیږي چې هند هڅه کوي چې خپل پوځ په عصري پوځي وسایلو او وسلو سمبال کړي او پر روسیې تکیه کمه کړي.
نوی ډهلی په داسې حال کې جنګي الوتکې پېري چې د یاد هېواد او اسلام اباد اړیکې ترېنګلې شوي دي.