د چين بهرنيو چارو وزیر وانګيي په برازيل کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره کتلي دي.
د چين بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه ناسته د برازيل په ريو دي جنيرو کې د بريکس د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې شوې ده.
ياد وزارت د وانګيي په حواله يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يو اړخيز او څو اړخيزو ترمنځ لوبه ګړندۍ شوې او د واک ساتلو او واک سره د مقابلې ترمنځ سيالي په ټوله نړۍ کې روانه ده.