د مارک کارني په مشرۍ لیبرال ګوند د کاناډا فدرالي ټاکنو کې بریالی شو.
د ټاکنو پایلو ښودلې، چې لیبرال ګوند د پارلمان اکثریت څوکۍ خپلې کړې او له دې سره به د راتلونکو کلونو لپاره د حکومت مشري هم پر غاړه ولري.
مارک کارني، چې د اقتصادي چارو یو پیاوړی مخکښ بلل کېږي، د ټاکنو تر بریا وروسته يې خپلو پلویانو ته د ژمنتيا ډاډ ورکړی دی.
تمه کېږي، چې نوی حکومت به د خپلې کابينې په ټاکلو سره د هېواد د داخلي او بهرنۍ پالیسۍ پر مهمو موضوعاتو هم کار پيل کړي.