د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستيال حافظ عبدالمجید د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړهييزو زدهکړو قومانداني د قوماندان مولوي نصيب الله مدني په ملتیا تېره ورځ له ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه لیدنه وکړه.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې حافظ عبدالمجید د قول اردو له قوماندان قاري محمد اسماعیل راسخ، مسوولينو او منسوبینو سره کتلي او د ښوونیز مرکز له روانې روزنیزې لړۍ یې هم لیدنه کړې ده.
د لیدنې پر مهال د ښوونیز مرکز مسوولينو ته د زدهکړو د بهیر د لا ښهوالي لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې شوې دي. د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستيال د منسوبینو هڅې ستایلې او هغوی یې لا ډېرو مسلکي فعالیتونو ته هڅولي دي.