ډېر لوستل شوي

په هلمند کې د وسلو پراخ کشف؛ ۱۶ تنه له درنو تجهيزاتو سره ونیول شول

له ترهګرۍ سره د هلمند امنيه قومانداني د مبارزې مديريت له تېرې يوې مياشتې راپدې خوا د سلګونه وسلو او پوځي تجهيزاتو په تړاو ۱۶ تنه نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، په ترلاسه شويو وسلو او تجهيزاتو کې ۹۰ نوې تومانچې، ۶ ماشين لرونکي کلاشينکوف، يو کره بين، يو کمر شکن، ۲۰ مخابرې، ۱۸ شاجورونه، يو زر او ۳۴۰ د درنو وسلو مرمۍ، ۳۲۰ د کلاشينکوف مرمۍ، ۶۵ د تومانچې مرمۍ او نور پوځي تجهيزات شامل دي. د وزارت خبر له مخې، دغه وسلې يې له ثبت وروسته د ډاياک مديريت ته سپارلې او نيول شوي کسان به هم د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

اړوند خبرونه