د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي دوحه کې د قطر د دولت له وزير محمد بن عبدالعزيز الخليفي سره کتلي دي.
په دې ناسته کې دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، بېلابېلو برخو کې د همکاريو پر پراختيا او یو شمېر سیمه ییزو مسایلو خبرې کړي دي.
په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي له قطر سره د افغانستان اړيکې مثبتې وبللې او هيله يې څرګنده کړه، چې دواړه هېوادونه نږدې راتلونکي کې د ډيپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه کړي.
ورته مهال محمد بن عبدالعزيز الخليفي په کلتوري، روغتيايي، ورزشي او د کاريګرو لېږد برخو کې افغانستان سره مرستو ته چمتووالی ښودلې او ټينګار يې کړی، چې د چارو د ښو ارزونو په موخه دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یوه غوره میکانېزم رامنځته شي.
یاده دې شي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی دی.