ډېر لوستل شوي

افغان او پاکستاني لوري د اقلیمي بدلون پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د اقلیمي بدلون او چاپېریالي همکاریو د هڅو په لړ کې کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.

په یاده کتنه کې دواړو لوریو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډې مبارزې، د وحشي ژویو د قاچاق مخنیوي او د کډوالو بېرته ستنولو پروسې په اړه خبرې اترې کړي دي.

دې کتنه کې وړاندې د اقلیمي بدلون پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار شوی دی.

ښاغلي خالص په دې کتنه کې ویلي، چې افغانستان او پاکستان په  اقلیمي بدلون کې ونډه نه لري، خو له ناوړه اغېزو یې ډیر زیات اغیزمن شوي دي.

ورته‌ وخت کې کابل کې د پاکستان سفیر ویلي چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې به دواړه هېوادونه ګډو تخنیکي او مشورتي ناستو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه