د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په دوحه کې د حماس جهادي غورځنګ د رهبرۍ شورا له مشر اسماعيل درويش او نورو لوړپوړو مسوولینو سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې په دې ناسته کې د غزې غميزې شهیدانو ته د دعا ترڅنګ د حماس غورځنګ مبارزه او سرښندنه ستایل شوې ده.
ښاغلي متقي همدارنګه په غزه کې د اسراييلي رژيم له لوري د فلسطینیانو ډلهييزه نسلوژنه هم غندلې ده.
ښاغلی بلخي زیاتوي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، افغان ولس د فلسطيني ورور ولس د مشروع مبارزې ملاتړ کوي او د بريا هيله ورته کوي.