پاکستان د هند په کشمير کې د وروستۍ بريد پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په حل کې د خليج له هېوادونو مرسته غوښتې ده.
د اسوشيټېډپرېس خبرې آژانس د راپور له مخې، د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ياده غوښتنه تېره ورځ د خليج د هېوادونو له استازو سره په کتنه کې کړې ده.
شهباز شريف د سعودي عربستان، کوېټ او متحده عربي اماراتو له سفیرانو سره په جلا کتنو کې هغوی ته د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپرېل د ۲۲مې نېټې د بريد په تړاو د پاکستان د دریځ په اړه معلومات هم ورکړي دي.
دا په داسې مهال ده، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د پاکستان له لومړي وزير سره په ټليفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د رامنځته شوي کړکېچ په سولهييز ډوله حل غوښتنه کړې ده.