د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا (یکشنبه، غوایي ۱۴مه) د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د شړکنده بارانونو، تالندې، بادونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
بدخشان، تخار، نورستان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، پنجشېر، بغلان، زابل او ارزګان هغه ولایتونه دي چې ښایي سبا پکې شړکنده بارانونه وشي.
د هوا پېژندنې ریاست همدارنګه دې ولایتونو کې د تېزو بادونو، تالندو او سېلابونو راوتلو اټکل هم کړی دی.
یاد ریاست هېوادوالو ته د سېلابونو د راوتو او پسرلنیو ورښتونو کې د ځان ساتنې سپارښتنه کړې ده.