څو شېبې وړاندې د کابل په ګډون یو شمېر مرکزي ولایتونه یوې ځواکمنې زلزلې لړزولي دي.
ویل کیږي چې ددې زلزلې څپې په لوګر او میدان وردګو کې ځواکمنې حس شوي.
ددې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې و چې ژوروالی یې ۲۱۸ کیلومټرو ته رسېده.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې ښودلې چې ددې زلزلې ځواکمنتیا شاوخوا ۴ درجو ته رسېده.
یاده دې شي چې تراوسه ددې زلزلې د ځاني او مالي زیان په تړاو کوم څه نه دي ویل شوي.