ډېر لوستل شوي

عباس عراقچي اسلام اباد ته رسېدلی

د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي اسلام اباد ته را رسېدلی دی.

یاد وزارت خبر ورکړی چې ښاغلي عراقچي به د پاکستان له لومړي وزیر او مرستیال سره پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

بل پلو، عباس عراقچي ایراني رسنیو ته ویلي چې غواړي، له پاکستاني چارواکو سره د سیمې پر موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د اسلام اباد او نوي ډهلي اړیکې ترینګلې شوي.

اړوند خبرونه