ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان کې وروستي بریدونه غندلي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په بلوچستان ایالت کې وروستي بریدونه غندلي او قربانیانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بېګاه شپه ( د سلواغې په ۱۸مه) په خپلې اېکس پاڼې د بلوچستان د پرونیو چاودونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي شریکه کړې ده.

د ښاغلي بلخي پر اېکس لیکل شوي چې افغان دولت د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت غوښتنه او ټپیانو ته د بېړنۍ شفا دعا کوي.

یاده دې شي چې پرون (چهارشنبه، د سلواغې په ۱۸مه) د پاکستان په بلوچستان کې دوو چاودنو لږ تر لږه ۳۰ تنه ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل.

دا چاودنې په قلعه سیف الله او پښین ښار کې د جمیعیت علمای اسلام ګوند یوه ټاکنیز دفتر او د یوه ازاد نوماند ټاکنیز دفتر ته څېرمې وشوې.

اړوند خبرونه