د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو مرستيال مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ بهر ته د افغان کارګرانو د غير قانوني لېږد د مخنيوي ناسته ترسره شوه.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د افغان کارګرانو د غیر قانوني لېږد د مخنیوي پر لارو چارو، د خپلو اړوندو مسووليتونو او هلته شته ستونزو ته د رسېدنې او حل پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
ښاغلي احمدزي له اړوند امارتي ادارو غوښتي، چې د کارموندنې له خصوصي شرکتونو سره په ګډه همکارۍ او همغږۍ د غير قانوني انساني قاچاق په مخنيوي کې اغيزمن او کوټلي ګامونه واخلي.
ياده دې وي، په دې ناسته کې د کورنيو چارو، بهرنيو چارو، اطلاعاتو او کلتور، د حج او اوقافو، عامې روغتيا او د عدليې وزارتونو او دغه راز د احصايې او معلوماتو ملي ادارې استازو ګډون کړی وو.

