تحريک انصاف پاکستان ګوند د هند او پاکستان ترمنځ د روان وضعيت په تړاو د حکومت له لوري په راغوښتل شوې غونډه کې د نه ګډون خبر ورکړی دی.
ياد ګونډ ويلي، چې حکومت ملي اجماع ته ژمنتيا نه لري او نه يې هم د دې ګوند مشر عمران خان په څېر مهم ملي شخصيت ته په غونډه کې د ګډون برخه ورکړې.
د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند د حکومتي پاليسيو په تړاو نیوکې کړې او په ياده غونډه کې يې هم د مشرتابه په نه بلنه خپل غبرګون ښودلی دی.