ډېر لوستل شوي

د کابل ـ جلال‌اباد لویه لار د ترافيکو پر مخ بېرته پرانېستل شوه

ټولګټو وزارت د کابل ـ جلال‌اباد د لويې لارې په بشپړ توګه د ترافيکو پر مخ له پرانېستو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، چې ياده لويه لار تېره پنج‌شنبه د کابل دروازې په درې کيلو مترۍ کې د تنګي غارو په سيمه کې د غر ښوېدنې له امله تړل شوې وه، چې د اړوند پرسونل د شپه او ورځ هڅو په پايله کې بيا پرانېستل شوې ده.

بل‌لور، د بدخشان د فيض‌آباد – بهارک ولسوالۍ لار د سختو سېلابونو له امله په ۳۰ بېلا بېلو سيمو کې د ترافيکو پرمخ تړل شوې؛ چې دامهال يې د پاک کارۍ چارې د ياد ولايت د ټولګټو رياست د پرسونل له لوري په چټکۍ سره دوام لري.

ياد وزارت د دې لارې په بېلابېلو سيمو کې د ګمارل شوي پرسونل له شتونه ډاډ ورکړی او زياته کړې يې ده، چې د دغه سړک زيانمن شوې برخې به ترميم او تړل شوې سيمې به له بشپړې پاکارۍ وروسته د ترافيکو پر مخ پرانېزي.

اړوند خبرونه