ډېر لوستل شوي

صهيونېست رژيم د يمن صنعا هوايي ډګر بمبار کړی

د صهيونېست رژيم پوځ د يمن په پلازمېنه صنعا کې د هوايي ډګر له بمبارېدو خبر ورکړی او ادعا يې کړې، چې په دغه بريد کې يې د هوايي ډګر فعاليت درولی او سوداګريزې الوتکې سوځېدلې دي.

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د ياد رژيم له قوله ليکلي، چې جنګي الوتکو یې پر برېښناکوټونو او نورو مهمو برخو هم بریدونه کړي دي.

په راپور کې ويل شوي، چې د صهيونېست رژيم د تېرو دوو ورځو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴ نور ټپیان شوي دي. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د يمن ځواکونو هم د صهيونېست رژيم پر بن ګورين هوايي ډګر توغنديز بريد کړی وو او د دې ډګر ډېرې برخې يې له منځه وړې وې.

اړوند خبرونه