ډېر لوستل شوي

له سوداګرو د اسلامي امارت ملاتړ؛ پنجشېر کې د پرمختيايي پروژو لړۍ پيل شوه

په پنجشېر کې د ولايتي ادارې او د صنعت او سوداګرۍ رياست په همغږۍ د سوداګريزو او پرمختيايي پروژو لړۍ پيل شوه.

د ياد ولايت د رسنيو دفتر د والي حافظ محمد اغا حکيم په حواله ويلي، چې  “ADF” او “حاصل” نومې پروژې به د دغه ولايت د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او د خلکو د ژوند د پرمختګ په برخه کې مهم رول ولوبوي.

ښاغلي حکيم د کرنې، مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ په برخو کې له هر ډول پروژو هرکلی کړی او دغه راز يې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ چمتووالی هم ښودلی دی.

بايد وويل شي، چې د پنجشېر ولايت مقام د دې پروژو د پيل موخه د هېواد له سوداګرو څخه ملاتړ ياد کړی دی.

اړوند خبرونه