ډېر لوستل شوي

لوګر کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د کانالونو پروژې چارې پیل شوې

سيمه‌‌ييزو مسوولينو په لوګر کې د ۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د کانالونو پروژې د بنسټيزو چارو له پيل خبر ورکړی دی.

د ياد ولايت مرستيال والي مولوي محمد انورالدين پرورو د دې پروژې د چارو د پيل پر مهال په هېواد کې د اسلامي نظام او د امن ټینګښت الهي نعمت بللی او ولسونو ته يې د لا ښه خدمت په وړاندې کولو ټينګار کړی دی.

د ټولنو او کليو ملاتړ په نوم دغه پروژوه د شاوخوا ۵۱۷ متره په اوږدوالي استنادي ديوالونه لري او (UNDP) مؤسسې په مالي ملاتړ د ۹ ميليونه افغانۍ په ارزښت جوړېږي.

ويل‌کېږي، په دې پروژه کې به ۳ زره ۴۴۰ کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم توګه د کاري فرصوتونو د رامنځته‌کېدو ترڅنګ ۲ زره جريبه ځمکه هم خړوبه شي.

د معلوماتو له مخې، په ياد ولايت کې تېره ورځ د شل میلیونه افغانیو په ارزښت د سرې میاشتې ریاست لپاره د ادارې ودانۍ جوړولو چارې هم پیل شوي دي.

اړوند خبرونه