د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وایي چې د دوی شمېرنې ښيي چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف او د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ن ګوند تر نورو مخکښي لري.
د یاد هیواد د ټاکنې کمیسیون وایي چې د نږدې ۳۰۰ ټاکنیزو حوزو رایې یې شمېرلي دي.
دا کمیسیون زیاتوي چې تر دمګړۍ په خیبر پښتونخوا کې د عمران خان اړوند تحریک انصاف ګوند، پنجاب کې مسلم ليګ ن او سند کې د پیپلز ګوند تر نورو مخکښي لري.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وایي چې دا پایلې وروستۍ نه دي او هره شېبه پکې بدلون شونی دی.
د پایلو ځنډېدو ځینې نوماندان اندېښمن کړي او کمیسیون یې په درغلیو تورن کړی، بل خوا د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وایي چې ټولټاکنې رڼې دي او هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.