د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ له لوري د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب نن شنبه (د سلواغې په ۲۱مه) د اقلیم بدلون ستر علمي نړیوال کنفرانس پیل شو.
په یاد کنفرانس کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون د کابینې ګڼو غړو، پوهانو، استادانو او نورو برخه اخیستې ده.
د ننګرهار پوهنتون رئیس دې کنفرانس ته ویلي: د اقلیم بدلون په ستر ناورین بدل شوی او راتلونکي نسلونه له تباهۍ سره مخ کوي. نوموړی وایي چې د اقلیم بدلون د لویو صنعتي هیوادونو له لوري رامنځته شوی دی.
ویل کیږي چې دې کنفرانس ته ۲۵۰ شاوخوا څېړنیزې مقالې هم استول شوي چې ۲۰ مقالې پکې د بهرنیو لیکوالانو دي.
یاده دې شي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم بدلون اغېزو ځپلی.
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي و چې افغانستان په تېرو ۳۰ کلونو کې له بې مخینې سختې وچکالۍ سره مخ دی.